په پيښور کي د پوليسو په مرکز کي چاودني يو کس وژلی او دوه ئې ټپيان کړي

د خيبر پښتونخوا پوليسو د يکشنبې په ورځ ويلي، چي نن سهار د پيښور ښار په ګوهره قبرستان سيمه کي د پوليسو په يوه مرکز کي داخل چاودنه سوې ده.
د پوليسو په وينا چي په دغه چاودنه کي يو پاکستانی پوليس وژل سوی او دوه نور ټپيان سوي دي، چي ټپيان د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي دي.
د دغه سيمي د پوليسو مشر وايي چي ياده چاودنه د پوليسو په مرکز کي د برېښنا د شاټۍ له امله رامنځ ته سوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights