دخوړو نړۍوال پروګرام او یونیسف وايي، په افغانستان کي د لوږې او خوارځواکۍ کچه په بېساري ډول لوړه سوې ده. دغه سازمان ويلي چي د نړۍوالو مرستو کمېدو او د ط..البانو محدودیتونو له امله، اوس تر درې میلیونه زیات ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.
هغوی ويلي چي له پنځلس میلیونو زیات افغانان د خوړو له کمښت سره مخ دي، چي ډېری ئې ښځي او ماشومان دي.
ياد سازمان ويلي چي د ط..البانو د بندیزونو له امله، ښځي نه سي کولای روغتیايي خدماتو ته په ازاده توګه لاسرسی ولري، چي له امله ئې امیندواري ښځي تر زیږون مخکي او وروسته پاملرنه نهسي ترلاسه کولای چي له امله ئې د روغتيايي ستونزو سره مخ کېږي.
روغتیايي بنسټونه وايي، د بهرنیو مرستو د بندېدو له امله د درملو او تغذیې توکو کمښت رامنځ ته سوی او د میندو او ماشومانو ژوند له خطر سره مخ دئ.
یونیسف او خوړو نړۍوال پروګرام د ۲۰۲۵ کال په اګست کي یو ګډ پروګرام پیل کړی، څو د ماشومانو خوارځواکۍ ته حللار پیدا کړي او د میندو تغذیه ښه کړي. خو دا ادارو اوس خبرداری ورکړي چي که نړۍوالي مرستي همداسي کمي سي، د دې پروګرامونو دوام به له ستونزو سره مخ وي
