ط..البانو خبريال سيد راشد کاشفي ازاد کړی

د ازادو ژورنالستانو د اتحادیې په وینا، افغان خبريال سید راشد کاشفي، د ط..البانو د استخباراتو له خوا نیول سوی و، له نږدې اوو میاشتو بند وروسته بېرته آزاد سوی.
کاشفي د روان کال د حمل په میاشت کي په کابل کي ط..البانو نيولی و. د سرچینو په وینا، هغه د نیوني پر مهال له سخت چلند سره مخ سوی و.
دا لومړی ځل نه دئ چي سید راشد کاشفي د ط..البانو له لوري نیول کېږي. هغه مخکي په ۱۴۰۰ لمریز کال کي هم د ط..البانو له خوا بندي او وهل سوی و.
کاشفي له ګڼو رسنیو، لکه د کابل ټایمز ورځپاڼه او رسا تلوېزیون سره د خبریال په توګه کار کړی دئ.
د خبریالانو اتحادیې د هغه خوشي کېدل د بیان ازادۍ لپاره یو مثبت ګام بللی، خو ټینګار کوي چي د افغانستان د ژورنالستانو امنیت لا هم له جدي ګواښ سره مخ دئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights