د ط..البانو تر واک لاندي د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو د رياست څخه د يکشنبې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي تېره ورځ ۱۴۵۶ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۷۹۱۳ تنه کېږي د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال په زور او جبر د پاکستان د دولت له خوا شړل سوي او افغانستان ته راغلي دي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي پاکستان زرګونه افغان کډوال د خپلي خاوري څخه شړلي او افغانستان ته راغلي.
دغه افغان کډوال اوس دلته افغانستان کي د لوږي، بېکارۍ، سرپناه او روغتيايي خدماتو د کمښت سره مخ دي. په همدې وروستيو کي په کندهار کي د ط..البانو د کډوالو په کمپ کي د پاکستان څخه تازه راغلي افغان دوه ماشومان د لوږي له امله مړه سوي وو.
