د چاپان ټايمز څخه د اميد رضا ژباړه
د اکتوبر پر ۲۱ مه په کابل کښي د هند د سفارت بېرته پرانستلو دا وښودل چي هند انزوا نه، بلکي تعامل غوره کړ ــ دا يو ګام دئ چي ښايي نور
ستر ډيموکرات هيوادونه، لکه جاپان، جرمنی او امريکا هم ورته وهڅوي.
دا پرېکړه د طالبانو له حاکمانو سره د مستقيم تماس دروازه بېرته خلاصوي، په هغه وخت کښي چي د پاکستان وروستيو هوايي بريدونو د دواړو هېوادونو ترمنځ څو ورځنۍ سرحدي شخړه رامنځته کړې وه او اړيکي يې ډېرې کړکېچني کړې. د هند دا اقدام دا هم څرګندوي چي نوی ډيلي اوس تيار دئ له هغه چا سره معامله وکړي چي په واک کښي دي، که هر څومره ناخوښ هم وي، څو خپل اوږدمهاله ګټي په افغانستان او له هغه هاخوا وساتي.
د سفارت پرانستل وروسته له هغه وسول چي د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د ملګرو ملتونو د ځانګړي معافيت تر چتر لاندي هند ته سفر وکړ. دا سفر د هند او طالبانو ترمنځ د اړيکو د يو محتاط بياپيل نښه وه او دا يې هم وښووله چي د سيمې د ځواک توازن په بدلېدو دئ، ځکه کابل او نوی ډيلي دواړه هڅه کوي د چين او پاکستان نفوذ مهار کړي.
په همدې وخت کښي طالبان د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغه فشار سره مقاومت کوي چي غواړي بګرام هوايي اډه بېرته امريکا ته وسپارل سي ــ هغه اډه چي د امريکا د شل کلني جګړې عصبي مرکز ګڼل کېده. ټرمپ د سپتمبر پر ۲۰مه خبرداری ورکړ چي که افغانستان بګرام امريکا ته ورنه کړي، «بدي پېښي» به رامنځته سي.
د نوي ډيلي لپاره دا پرېکړه د واقعيت منل دي: طالبان په واک کښ دي، او د هغوی له پامه غورځول به د هند د جيوپوليټيکي سيالانو لپاره د مداخلې ميدان پرېږدي.
هند له تېرو درې کالونو راهيسي په افغانستان کښ يواځې محدود حضور درلود، چي ځان يې بشري مرستو او د منځګړو له لاري تماسونو ته محدود کړی و. دا احتياط د طالبانو له نظريې او د هغوی له هغو ډلو سره د تاريخي تړاو له امله و، چي د پاکستان په ملاتړ د هند پر ضد جګړه کوي. خو اوس چي د سيمي سياسي بڼه بدلېږي، عملي فکر پر اصولو برلاسی کېږي.
د سفارت بېرته پرانستل دا ښيي چي طالبانو د هند د کارکوونکو د امنيت او د افغان خاوري د نهکارېدلو په اړه، د هغو ډلو له خوا چي د هند پر ضد فعاليت کوي، باور وړ ضمانتونه ورکړي دي. که دا ژمني عملي سي، دا به د ۱۹۹۰ مو کلونو له حالاتو سره څرګند توپير ولري، هغه وخت چي د طالبانو رژيم د پاکستاني ترهګرو ډلو لکه لښکر طيبه او جېش محمد کوربه و.
سره له دې، شک او نيوکه دواړه پر ځای دي. مخالفان وايي د سفارت بېرته پرانستل د طالبانو هغه رژيم ته يو ډول مشروعيت ورکوي چي د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي او لږکۍ له واکه باسي. هند تر اوسه طالبان په رسمي ډول نه دي پېژندلي، خو د سفارت پرانستل په عملي لحاظ د اړيکو د عادي کېدو يو پړاو ښيي.
د هند تعامل پر باور نه، بلکي پر حساب ولاړ دئ: دا غوره ده چي يو ډيپلوماتيک حضور ولري تر دې چي له ليري کار وکړي. د نوي ډيلي محاسبه اخلاقي نه، بلکي ستراتيژيکه ده ــ د افغانستان په چارو کښي نفوذ بېرته ترلاسه کول د هند د امنيت لپاره ضروري دي او د پاکستان او چين نفوذ ته توازن ورکوي.
هند له پخوا راهيسي د افغانستان د پرمختګ يو مهم شريک پاته سوی. د ميلياردونه ډالره زېربنا، زده کړو او روغتيا په برخو کښي پانګونه کړې ــ له سلما بند څخه تر د افغانستان د پارلمان ودانۍ او د اندرا ګاندي د ماشومانو روغتون پوري. دا پانګونې د افغانانو په منځ کښي د هند لپاره ښه انځور جوړ کړی او د ده د نرمه ځواک ستراتيژي نخښه ده.
کله چي طالبان په ۲۰۲۱ کال کښ بېرته راغلل، ډېری پروژې ودرېدې او وېره پيدا سوه چي د هند لاسته راوړني به له منځه ولاړي سي. د هندي ډيپلوماتانو بېرته راتګ به د دغو شتمنيو ساتنه وکړي او ځيني پروژې به بيا ژوندۍ کړي، په تېره بيا هغه چي د عامو افغانانو په ګټه دي نه د طالب مشرتابه په ګټه.
د هند لپاره اقتصادي تعامل هم د ستراتيژيک حضور يو وسيله ده. سوداګري او ترانزيت د دې نوي پاليسۍ ملا ده. نوی ډيلي غواړي د ايران د چابهار بندر کار پراخ کړي ــ هغه بندر چي د چين له لوري د پاکستان په ګوادر بندر بديل ګڼل کېږي او د افغانستان او منځنۍ آسيا د سوداګرۍ لپاره حياتي ارزښت لري.
طالبان چي اوس د بندېزونو او انزوا سره مخ دي، د کانونو او زېربنايي پروژو کښي د هند ګډون ته زړه ښه کړی. د افغانستان د ليتيم، ميسو او نادرو فلزاتو پراخي زېرمي ښايي د همکارۍ نوی ډګر سي، خو سياسي خطرونه لا هم ډېر دي.
د دې پرېکړې وخت هم مهم دئ، ځکه چي د افغانستان او پاکستان د اړيکو خرابېدو د هند لپاره د بيا تعامل کړکۍ خلاصه کړه. د هند او طالبانو نژدېوالی د پاکستان لپاره ستره ضربه ده، ځکه د دې هېواد استخباراتي اداره (ISI) له پوره ۲۵ کالو راهيسي طالبان د ستراتيژيکي وسيلې په توګه پالل.
په پراخه مانا، د هند اوسنی چلند د واقعبينۍ پر لور د ده د ګاونډ پاليسۍ بدلون ښيي. په ټوله جنوبي آسيا کښي نوی ډيلي له هغو سره تعامل ته مخه کړې چي واک لري ــ که هغه په بنګلدېش او مالديو کښي اسلامي تمایلات لرونکي حکومتونه وي او که د ميانمار پوځي رژيم. په افغانستان کښي به هند يو نازک توازن وساتي: د افغان اولس د حقونو ملاتړ به کوي، خو له طالبانو سره به هم اړيکي وساتي څو دا هېواد بيا د هند ضد ترهګرو لپاره پناهځای نه سي.
دا توازن هغه وخت نور هم پېچلی کېږي چي نړيواله ټولنه خپله پر دوو برخو وېشلې ده. ځيني هېوادونه لکه چين، روسيه، ترکيه، ايران او پاکستان د طالبانو حکومت ته سفيران ورپېژندلي، خو لويديځ هېوادونه لا هم له محدود بشري تعامل هاخوا نه ځي.
د ټرمپ اداره بيا له طالبانو سره د لوړي کچي ناستې کړې او دا يې وښودله چي امريکا هم د مستقيم تعامل پر لور روانه ده. د امريکا استازي د بنديانو د چارو ځانګړي استازي اډم بوهلر د اقتصادي همکاريو، امنيتي ترتيباتو او آن د بګرام په اړه خبرې وکړې.
لکه څنګه چي واشنګټن له طالبانو سره عملي تعامل غوره کړی، همداسي د هند بېرته کابل ته ستنېدل هم يو خاموش خو مهم بدلون دئ. دا دا خبره څرګندوي چي په دې بېثباته سيمه کښي د ډيپلوماتيکو اړيکو نشتوالی هغه لوکس سي دئ چي هېڅ ستر ځواک يې زغملای نه سي. تعامل هند ته نفوذ، معلومات او لاسرسی ورکوي ــ هغه وسايل چي د سيمي د امنيت د مديريت لپاره اړين دي.
د هند دا ګام ښايي اوس نور مهم هېوادونه هم دې ته وهڅوي چي د اصولو پر ځای واقعيت ته غاړه کېږدي او دا ومني چي اغېزمنه ډيپلماسي تل له هغو حکومتونو سره تعامل غواړي چي شته، نه له هغو چي د خوښې وړ دي. په افغانستان کښ ستراتيژيک غيابت نور د هېڅ قدرت لپاره د منلو وړ نه دئ
