د افغانستان د برېښنا شرکت په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي په بلخ او سمنګان ولايتونو کي د تېري شپې د زلزلې له امله د ازبکستان څخه وارداتی برېښنا په مکمل ډول پرې سوې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي د ازبکستان وارداتي برېښنا مزي په دوو ځایونو کي – له نايبآباد څخه تر سمنګان او له خُلم څخه تر پلخمري پوري پرې سوي، چي له امله ئې د کابل په شمول د بغلان، پروان، پنجشېر، کاپيسا، لوګر، پکتيا، غزني او ميدان وردګ ولایتونو باندي په بشپړ ډول د ازبکستان وارداتي برېښنا قطع سوې ده.
دغه شرکت ويلي، چي د برېښنا مسلکي ټيمونه هڅه کوي، چي د برېښنا لينونه بېرته وصل کړي.
