نی: د ط..البانو د پاليسۍ له امله په افغانستان کي د رسنيو ازادي د سترګواښ سره مخ ده

د خبریالانو پر وړاندي د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړۍوالي ورځي په مناسبت، د «نی» رسنیز ملاتړ بنسټ یو ځل بیا اندېښنه ښودلې چي د افغانستان د رسنیو پر وړاندي ننګوني تر بل هر وخت زیاتي سوي دي.
د نی په نوي راپور کي راغلي چي د ط..البانو له واک ته رسېدو وروسته، د افغانستان رسنۍ له جدي بحرانونو سره مخ سوي دي.
نی بنسټ باور لري چي نه یوازي خبریالان د مستقیمو ګواښونو او تاوتریخوالي ښکار دي، بلکي د بیان او رسنیو ازادي هم تر سخت فشار لاندي ده.
د دغه د بنسټ د معلوماتو له مخي، ط..البانو په وروستیو کلونو کي ګڼ شمېر خبریالان وژلي او سلګونه نور ئې له هیواده څخه وتلو ته اړ کړي دي.
دغه سازمان ويلي چي نړۍواله ټولنه باید د ط..البانو پر مشرانو باندي سفرونه محدود کړي ځکه چي د رسنیو پر وړاندي د دوی کړني د نړۍوالو اصولو خلاف دي.
دغه بنسټ همداراز له هغو هیوادونو چي د بیان ازادۍ ته ژمن دي، غوښتي چي د ط..البانو له استازو سره باید د رسنیو د محدودیتونو پر سر جدي خبري وکړي.
د نی راپور زیاتوي چي اوس مهال د افغانستان رسنۍ د بې‌ساري ګواښونو سره مخ دي او که نړۍواله ټولنه بې تفاوته پاته سي، ښايي د بیان ازادي په بشپړ ډول په دغه هيواد کي له منځه ولاړه سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights