په کابل کي د جاپان سفارت د افغانستان په شمالي ولايتونو بلخ او سمنګان کي د تېري شپې د زلزله ځپلو سره خپل خواخوږي څرګنده کړې او ويلي ئې دي، چي جاپان د افغان زلزله ځپلو سره مرستي ته چمتو دئ.
د جاپان سفیر، کنیشي ماساموتو، ویلي چي دا زلزله په داسي حال کي سوې چي د افغانستان ختیځ ولایتونه لا هم د پخوانۍ زلزلې له ستونزو سره مخ دي.
هغه ويلي چي د جاپان دولت د افغانانو سره په دغه غمجنه پېښه کي ځان شريک بولي او چمتو دي چي د يادو زلزله ځپلو سره مرستو ته دوام ورکړي.
طالبانو تر اوسه په دواړو ولایتونو کي د ۲۰ کسانو مړینه او له ۳۶۰ زیاتو کسانو ټپي کېدل تائید کړي دي.
