اروپايي اتحادیه: د افغانستان د معلولینو سره مرسته کوو

د افغانستان له پاره د اروپايي اتحادیې دفتر ویلي چي د افغانستان معلول وګړي به د دوی د مرسته‌ییزو پروګرامونو په سر کي وي.
هغوی دغه څرګندوني د دوشنبې په ورځ، د معلولینو د نړۍوالي ورځي په مناسبت کړي.
د اروپايي اتحادیې په اعلامیه کې راغلي، د معلولینو د ستونزو او اړتیاوو په پام کي نیولو سره هڅه کوي چي دغه قشر ته د ژوند د اسانتیاوو، روغتیايي خدمتونو او کارموندني په برخو کي پراخي اسانتیاوي برابري کړي.
په افغانستان کي د ط..البانو د واکمنۍ له بیا پیل راهیسي، معلول وګړي له نړۍوالو مرستو څخه بې برخي سوي، چي اوس د ژوند له جدي ننګونو سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights