تیره شپه ۱۲۳۹ د افغان کډوالو کورنۍ د سپين بولدک دلاري کندهار ته راغلي

د دوشنبې په ورځ د ط..البانو تر واک لاندي د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو د رياست څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي تېره شپه د پاکستان څخه د سپين بولدک د لاري ۱۲۳۰ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۷۲۳۰ تنه کېږي کندهار ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال په زور او جبر د پاکستان د خاوري څخه شړل سوي او افغانستان ته راغلي دي.
دغه راز په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په همدې شپه ۱۹۸ د افغان کډوالو بنديان هم د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights