د روغتیا نړۍوال سازمان د دوشنبې په ورځ ویلي، چي د افغانستان په شمالي ولایتونو سمنګان او بلخ کي د وروستۍ زلزلې وروسته، د دوی طبي ډلي سمدستي اغېزمنو سیمو ته مرستي رسولي.
د دې ادارې په وینا، زلزلهځپلو ته بېړني روغتیایي خدمتونه، ضروري درمل او ژوند ژغورونکي توکي رسول سوي دي.
دغه سازمان زیاتوي چي د دوی کاري ډلي لا هم په سیمو کي د اړتیاوو ارزونه کوي او د نورو بنسټونو سره په ګډه د زلزلهځپلو د مرستي له پاره کار کوي.
