د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) خبرداری ورکړی چي د بلخ او سمنګان په وروستۍ زلزله کي د وژل سوو کسان د تعداد د زياتېدو احتمال سته.
اوچا ویلي، د دوی او د همکارو مرستندویه بنسټونو ډلي د پېښي ځای ته رسېدلي او د تلفاتو ارزونه او بیړنۍ مرستي ئې پیل کړي دي.
دا زلزله چې تېره شپه د ريښتر په کچه ۶.۳ درجه وه، تر ۲۰ اضافه کسان په کښي وژل سوي او۵۳۴ نور کسان په کښي ټپیان سوي دي.
