د پاکستان پوځ ويلي، چي د ط.
.البانو له لوري ټاکل سوي شرطونه د پاکستان د پاره هېڅ ارزښت نه لري او اسلامآباد یوازي د سیمهییزي ترهګرۍ د له منځه وړلو پر هڅو تمرکز کوي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر احمد شریف چودري وویل، د ط..البانو شرطونه د پاکستان له پاره هېڅ اهمیت نلري او مهمه دا ده چي د ترهګرو فعالیتونه په بشپړه توګه ختم سي.
چودري همدارنګه یادونه وکړه چي پاکستان هېڅکله د ط..البانو د واکمنۍ هرکلی نه دئ کړی او اوس هم د دغي ډلي څخه غواړي چي د ترهګرۍ پر وړاندي مبارزه وکړي.
هغه وویل چي د پاکستان پوځي عملیات د ترهګرو ډلو لکه تحریک ط..البان پاکستان او بلوچستان د ازادۍ پر ضد دوام لري او تر دې دمه په دې عملیاتو کي ۱۶۶۷ ترهګر وژل سوي دي.
چودري د استانبول د مذاکراتو په اړه ويلي، چي پاکستاني چارواکو ط..البانو ته واضح خبرداری ورکړی، چي باید د ترهګرو فعالیتونه په افغانستان کي بند کړي.
هغه ټینګار وکړ چي د ط..البانو د اقداماتو طریقه د دوی داخلي موضوع ده، خو د عملي پایلو تمه ورڅخه لري.
هغه همدارنګه وویل چي ترهګر چي افغانستان ته تښتېدلي، باید پاکستان ته وسپارل سي ترڅو قانوني چلند ورسره وسي.
