د پاکستان د خیبرپښتونخوا د کورنيو او قبايلو چارو وزارت په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي چي نن دوشنبه به هم د تورخم دروازه يوازي د پاکستان څخه د ايستل سوو کډوالو پر مخ خلاصه وي؛ ترڅو د پاکستان څخه افغانستان ته ستانه سي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي دغه لار د څلور ورځو راهيسي يوازي د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنولو په موخه خلاصه ده او نور هيڅوک ورباندي تګ راتګ نه سي کولای.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي تېره ورځ ۴۸۰۰ د افغان کډوالو کورنۍ د تورخم د لاري افغانستان ته تللي دي.
بايد وويل سي چي د پاکستان او ط..البانو ترمنځ د وروستيو اختلافاتو له امله د پاکستان دولت خپلي ټولي دروازي د افغانستان سره تړلي دي يوازي سپین بولدک او تورخم د موقت وخت له پاره د افغان کډوالو له پاره خلاصوي او بېرته ئې تړلي.
