د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په شمال کي د وروستۍ زلزلې له امله خواشني څرګنده کړې.
نوموړي له ملي او نړۍوالو مرستندویه موسسو غوښتي چي عاجل بشري مرستي تر سره کړي.
غني په خپل اېکس پاڼه لیکلي چي افغانان باید د ګډو ننګونو پر وړاندي یو موټی سي او د قوم، سیمي یا نورو توپیرونو پر اساس بېل نه سي.
نوموړي د طبیعي پېښو تکرار، د پاکستان او ایران څخه د میلیونو کډوالو راستنېدل او د ډيورنډ کرښي د لارو تړل د هيواد د جدي ننګونو په توګه یاد کړي.
