د کندهاره روسیې ته د سيبو صادرات پیل سوه

د کنډا پروټ په نوم کمپنئ نن د کندهاره روسیې ته د سیبو صادرات پیل کړل.

په کندهار کي د طالبانو تر واک لاندي د کرني او مالدارۍ ریاست هم ویلي چي تر انارو وروسته نن روسیې ته د سیبو صادرات هم شروع سوه.
د یاد ریاست ویاند محمد حنيف حقمل رسنیو ته ویلي چي نن د اول ځل له پاره د کندهار څخه روسیې ته ۵۰ ټنه سیب چي یو لک ډالر قیمت یې درلودی،صادر سول.
د هغه په خبره چي روسیې ته د سیبو صادرات به دوام ولري او د روان کال د فصل ترپایه به شاوخوا ۱۰۰۰ ټنه سیب روسیې ته صادر سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights