د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کي درې وسله وال وژلي

د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان او ټانګ ولسواليو کي عمليات کړي، چي پر مهال ئې درې وسله وال وژلي دي.
د پاکستان پوځ وايي چي د دغه وسله والو څخه یې وسلې او مهمات هم په لاس راوړي دي.
په ورته وخت کي بيا بنو ته نژدې د پوليسو پر يو موټريز کاروان بريد سوی، چي پر مهال ئې پنځه پاکستاني عسکر ټپيان سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights