د ط..البانو تر کنټرول لاندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي تېره ورځ ۲۹۶۳ د افغان کډوالو کورنۍ د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي ۱۰۰۴ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري، ۱۷۰۰ کورنۍ د تورخم د لاري او ۱۵۵ د افغان کډوالو کورنۍ د بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه افغان کډوال د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړي او افغانستان ته راغلي دي.
خبرپاڼه دغه راز زياتوي، چي ۱۱۰ د افغان کډوالو کورنۍ په همدې ورځ د ايران څخه بېرته افغانستان ته راغلي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي په دې وروستيو کي پاکستان د ط..البانو سره د اختلافاتو له امله د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ چټکه کړې ده او هره ورځ زرګونه افغان کډوال د پاکستان څخه افغانستان ته لېږي.
