افغانستان پېژندنه

📚 ۱برخه

د افغانستان پېژندني لړۍ به د څراغ ټلوېزيون ځانګړې لړۍ وي چي د ځوان نسل د فکري روښانتيا په موخه خپرېږي، ستاسي د وړانديزونو او

لوستلو په هيله…

د افغان کلمه چې اوس د افغانستان د ټولو خلکو ملي نوم دی او د اسيا په زړه کې تر ټولو تاريخي، وټه ييزه او ټولنيزو شرايطو لاندې يو نه بيلېدونکی واحد دی چې اووه سوه ( ۷۰۰ ) کلن تاريخي لرغونتوب او ملي اصالت لري.

په افغانستان کې دننه او دباندې ځينې کسان فکر کوي چې دانومونه د احمدشاه ابدالي په لاس د افغاني دولت تر بيا جوړولو وروسته په اتلسمه پېړۍ کې رامينځ ته شوي او زمونږ هغه هېوادوال چې له تاريخي پېښونه خبر نه دي تل له مانه پوشتي چې ايا دا نومونه لرغونی تاريخ لري کنه؟ نو ځکه په دې ليکنه کې په ډېر لنډيز سره د خپل ملي تاريخ دا موضوع درنو لوستونکو ته وړاندې کوم. د افغان نوم تر کومه ځايه چې ماته څرگند دی په تاريخ کې اوږدې ريښې لري او په همدې سيمه کې د هلمند او سند د دوو لويو سيندونو تر مينځ په همدې نامه يوې ډلې وگړو ژوند کاوه چې تفصيل يې دادی.

شل کاله پخوا (اوس پنځه پنځوس کاله مترجم) د ايران د شېراز په نقش رستم کې د شيکاگو د ختيځې موسسې د لرغونپوهانو يوې ډلې د هغه ځای په ډبر ليکونو کې د زردشت په کعبه کې په دوو پهلوي اشکاني (پارتي) او يوناني ژبو يو ډبر ليک وموند چې هغه د ساساني کورنی دوهم بادشاه لومړني شاه پورتر ۲۶۰ ميلادي کال او د او يسي په جگړه کې د روم د امپراتور واليرين ( valerian ) تر ماتې او اسارت وروسته دلته د زردشت د کعبې د ديوال په ډبرو ليکلي دي.

څرنگه چې لومړی شاپور ۲۷۳ م کال مړشوی نو د دې ډبرليکلو نېټه د ۲۶۰ تر ۲۷۳ ع کال پورې د ديارلسو کلونو تر مينځ ټاکلای شو.

د دې ډبر ليک نيمگړې فارسي ژباړه دې د لرغونپوهنې د رپوټونو د ۴ ټوک په ۱۸۱ مخ کې چې په ۱۹۵۹ ع کال په شېراز (ايران) کې خپور شوی، وکتل شي). د دې ډبرليک په دوهم بند کې د پشکابور ( Pashkabur ) د ښار نوم د کوشان خساتر ( kushan-khsatr ) يعنې د کوشاني هېواد د وروستني ختيځ سرحد په توگه ياد شوی دی چې هغه يې د يوناني له “کسپاپوروس” د چيني هيون تسنگ له پو-لو-شا-پو-لو او د اسلامي دورې د مورخينو له پرشا پور او پر شاور (پېښور) سره يو بللی دی. دهمدې ډبرليک په شپږمه برخه کې د شاه پور د واکمنۍ په مهمو کسانو کې د “ وينده فرو ابگان رزمه ود” ( ۱ ) نوم ياد شوی دی چې د سپرنگ لونگ ( Sprengling ) په نامه يوه محقق لومړی ځل دا ډبر ليک ولوست او دامريکې په سامي مجله کې يې په ۱۹۴۰ کال يوه مقاله وليکله او دوهمه کلمه “ابگان” يې په قاطع ډول د افغان له او سني پاچا دريم شاه پور له نامه سره چې له ۳۰۹ تر ۳۷۹ ع کال پورې يې او يا کاله پاچاهي کړې د اپکان ( Apkan ) په بڼه يو صفت او لقب ياد شوی دی چې دا کلمه هم کولای شو د “ ابگان” د يادې شوې کلمې غوندې وگڼو چې د زړورتوب، رشد او نجابت د صفت او يا به هم د نژادي تړون په بنا راوړل شوې وي او همدا موضوع ده چې ځينې مورخين لکه سر او لف کيرو يې د ساساني دربارپه مشرانو کې د درانيو او يو سفزيو د شته والي په فکر کړی دی (و گورئ پټانان – انگليسي متن ۸۰ مخ) او موږ نوموړی نوم “وينده فرن افغان رزم بد” يعنې يو افغان د جگړې سالار وينده فرن ويلای شو چې ښايي يو افغاني سلار وي. د فردوسي په شهنامه کې هم دوه ځله د “آوگان” نوم راغلی چې د فريدون د وخت له سپه سالارانو څخه ؤ.

سپهدار چون قارن کاو گان

سپه کش چو شيروي وچون آوگان

( شاهنامه، د مسکوچاپ، لومړی ټوک، ۱۱۰ مخ)

همدا د فريدون په داستان کې يوځل وايي:

همه گرد ايوان، دورويه سپاه

بزرين غمود و به زرين کلاه

سپهدار چون قارن کاوان

به پيش سپاه اندرون آوگان

(لومړی ټوک، ۱۱۶ مخ)

په هر حال له دې يادونې څخه داسې څرگندېږي چې اوه – اوگان په لرغونو اريايي رواياتو او شاهنامو کې دود و او که د بو ستي د وينا له مخې يې اصل او ستايي و بولو نو معنی به يې مهربان او لاس نيوونکی وي چې نومونه له لرغونو اتلانو سره وړ وو او که بيا وروسته د يوه قوم او يا ټولنې په معنی او ښتی وي ليرې نه ده. که د ابگان، په اگان کلمو ته په زړو رواياتو او د ساساني دورې په پاتې شونو کې د باور وړ اهميت ورکړل شي لکه چې سپرنگ لنگ او او لف کيرو همدا نظر لري نو دعوه کولای شو چې د افغان نوم يا صفتد بگان او اپه گان په بڼه له دريمې غيسوي پېړۍ (صدۍ) څخه اخيستل کېده او بادشاهانو، اداره چيانو او او وا کمنانو پېژانده او دا سند تر اوسه د دې نامه د لرغونتوب په باب د يادولو وړ زوړ سند دی چې د زړو روايتونو “او گان” هم ورته دی.

دوهم له ترلاسه شويو او پاتې شويو آثار سره اړه لري چې دا نوم د اوه گانه ( Avagana ) بڼه چې د ساساني دورې د ابگان او اپه گان له بڼو سره ورته دی، په هندي آثارو کې په لاندې تفصيل مومو.

ورهامي هيرا ( Varha-Mihira ) هندي شاعر او نجومي دی چې د پنځمې عيسوي پېړۍ په پای کې د هند په راجين کې وزېږېد او د ۵۰۵ ع شاوخوا يې ښه شهرت وموند، د ده مهم کتاب “پنجد سيد هانتيکا” ) pance Siddhantika ) نومېده چې د نجوم د علم د پنځو کتابونو لنډيز ؤ او دی د نجوم په باب يو منظوم کتاب هم لري چې پکې يې د ښکلو ډبرو. د هند د جغرافيې او نور د کار وړ موضوعاتو په باب هم خبرې کړې او نوم يې پرې بهريته سنهيته ( ‌Bhrita Sanhita ) اېښي دي چې په ۶۱ – ۱۱ او ۳۱ – ۱۶ بيتونو کې يې دافغان نوم داوه گانه په بڼه ياد شوی دی. لکه څرنگه چې فرانسوي عالم موسيو فوشه په خپل تکسيلا ته د هند او باختر زړه لار “ ۱۹۴۷ ” کال کې د پاريس چاپ، ۲۳۵ – ۲۵۲ مخونه، ۱۷ نوټ کې شرح کړی دی. دا د شپږمې پېړۍ په مينځ-مينځ کې د افغان ډېر زوړ ياد دی، ځکه هندي منجم “ورهاميهيرا” په ۵۸۷ ع کال مړشوی او وايي چې د ده نجومي معلومات يو ناني سرچينه درلوده او د ځمکې په کرويتوب (گردوالي) قايل و، دده دوه کتابونه ابو ريحان بېروني په عربي ژباړلي نوله همدې امله په پوهانو کې د ده شهرت او ثقه والی تل د باور وړو.

د همدې تاريخي سند له مخې د “افغان” کلمه په هنديانو کې لږ تر لږه ۱۴۰۰ کاله وړاندې هم مشهوره وه او هندي ليکوالو ياده کړې ده.

تر اسلام وړاندې پېړيو کې مو د افغان نوم په دوو پخوانيو سندونو لويديځ ته په پارس او ختيځ ته په هندوکې در وښود او موږ پوهېږو چې همدا وخت بودايي دين د افغانستان په ختيځ او شمال کې دودؤ بېلو ښارونو لکه بلځ، کندز، کاپيسا، هډې، لغمان او له غزني نه تر کندهاره پورې ودان وو او څرنگه چې د چين خلک هم د دين له مخې بودايان وونو ځکه به د چين بودايي زيارت کوونکي تل د زيارت او تبرک له پاره دې هېواد ته تلل له دې زيارت کوونکو څخه يو هم “هيون تسنگ” دی چې د اوومې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د اسلام له ظهورسره سم خو د عربو په لاس د افغانستان تر فتح کېدو وړاندې دې هېواد ته راغلی دی، دی د ۶۲۹ ع کال د اگست په لومړۍ نېټه له “ليانگ چو” نه را روان شو او د ۶۳۰ ع د مارچ په ۵ ”سمرقند” او په ۲۰ نېټه د افغانستان “خلم” ته راورسېدل، دی د اپريل په ۲۰ په “بلخ” او د اپريل په ۳۰ په باميانو کې ؤ او د هندوکش په له واورو ډک غره د می په لسمه نېټه “کاپيسا” ته راورسېد، د اوړي تر پايه پورې د کابل شاهانو په دې پايتخت کې پاتې شو او بيا يې خپل سفر ته داسې دوام ورکړ.

د اگست په ۱۵ لغمان ته راغی او درې ورځې يې هلته تېرې کړې، د اگست په ۲۰ ننگرهار ته راغی، دوې مياشتې هلته پاتې شو، د نومبر له لومړۍ نيټې نه د گندهارا په نورو برخو او ددسمبر له لومړۍ نيټې نه د گندهارا په نورو برخو او د درسمبر له اومړۍ نېټې نه د پېښور په سيمو کې ؤ، د ۶۳۱ ع د جنوري په لومړۍ نېټه د سند د سيند په کڅونو کې په سفر روان شو او د اپريل په ۱۰ نېټه ټکسيلا ته ورسېد، دی ۱۲ کاله په هند کې پاتې شو او په بېرته راستنيدو کې د ۶۴۳ ع کال د دسمبر په ۱۵ نېټه بېرته ټکسيلا ته راغی او بيايې د افغانستان لاندني ښارونه وليدل.

د دسمبر په ۲۵ نېټه د فيل په سورلۍ له اباسين نه راواوښت، د ۶۴۴ ع کال د مارچ په ۱۵ نېټه لغمان ته راورسېد او دهغه ځای له پاچا سره يوه مياشت پاتې شو، د جون په ۱۵ “فه-له-نه” يعنې “بنو” ته ورسېد، د جون په ۲۰ “و – پو-کين” او دجون په ۲۵ “ تساو-کيو-تو” (غزني) ته ولاړ، د جولای په ۵ کاپيسا، د جولای په لومړۍ نېټه اور تسپانه (کابل) د جولای په ۵ کاپيسا، د جولای په ۲۰ اندراب، د اگست په لومړۍ نېټه توخار (تخار) د ستمبر په ۸ بدخشان او د دسمبر په ۱۲ پامير ته ورسيد چې بيا له هغه ځايه يار کند او ختن ته تېر شو.

د هيون تسنگ سفر نامه د “سي-يو-کي” يعنې د لويديځو هيوادو خاطرې نومېږي او له چيني ژبې نه په انگليسي ژباړل شوې او په وارو – وارو خپره شوې ده چې د دې ارښتناک کتاب يوه برخه دهغه وخت د افغانستا د خاورې او خلکو د جغرافيايي، ديني، سياسي او اجتماعي او ضاعو په باب ډېر په زړه پورې مواد لري او کله چې دی له هند نه په راغبر گېدو کښې “فه-له-نه” يعنې د “بنو” ولايت ته رسېږي، د ” سي-يو-کي” د لومړي ټوک په ۲۵۶ مخ کې (انگليسي ژباړه) د “او-پو-کين” ( o-po-kien ) په نامه يوه سيمه د بنون او غزني تر منځ د بنو شمال لويديځ او دغزني جنوب ختيځ ته، يادوي چې تر ده وړاندي يوه بل چيني زايرفاهيان هغه د “لو-يې” يعنې “روه” ( Roh ) په نامه ياده کړې وه ( ۲ ) څېړونکو خصوصا جنرال کننگهم د هند د لرغوني جغرافيې ليکوال دا “او-پو-کين” د “اوه گان” (افغان) له کلمې سره تطبيق کوي او وايي چې هيون تسنگ د دې خلکو ژبه هندي نه بولي خو دده په وينا يې دهند له ژبو سره لږ ورته والی درلود نو له دې نه به مطلب پښتو وي لو څرنگه چې چيني “او-پو-کين” همغه د لرغوني “اوه-گان” هجاوې (څپې) لري نو بويه په باور ووايو چې مراد همدا افغان دی چې اوس هم د سند‍ه‍ او غزني تر مينځ د پکتيا – پکتيکا او غزني ولايتونه د افغاني اصيلو او لرغونو قبيلو استوگنځي دي، دی حتما د همدې کورمې او گوملې په غرونو چې د “او-پو-کين” يعنې “افغان” استوگنځی و او په همدې نامه يادېده، او پکتيا ولايت ته ور او ښتی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights