ط..البان او پاکستان د پنج شنبې په ورځ يو ځل بيا په ترکیه کي مذاکرات پيلوي

ټاکل سوې ده، چي د ط..البانو او پاکستان پلاوي د دوه اړخیزو اړیکو او امنیتي مسایلو په اړه د پنج شنبې په ورځ په ترکیه کي مخامخ خبري وکړي.
د سرچینو په وینا، د ط..البانو پلاوي مشري به دا ځل د دوی د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق کوي او د پاکستاني لوري مشري به د دې هیواد د استخباراتي ادارې مشر عاصم ملک پر غاړه ولري.
که څه هم د بحث د اصلي موضوعاتو په اړه لا رسمي معلومات نه دي ورکړل سوي، خو ویل کېږي چي دواړه خواوي به د سرحدي امنیت، استخباراتي همکارۍ او د ګډو اندېښنو په اړه خبري اتري وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights