د ايران لومړۍ محموله مرسته زلزله ځپلو ته رسېدلې

د ايران له خوا د افغانستان د شمالي ولايتونو د زلزله ځپلو سره د مرستي لومړۍ محموله د سې شنبې په ورځ ناوخته افغانستان ته رسېدلې ده.
په کابل کي د ايران سفارت په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي دغه مرسته په بلخ کي د ايران کونسل حامد رضا احمدي د ط..البانو مسئولينو ته تسليم کړې؛ ترڅو پر اړمنو او زيانمنو کسانو ئې تقسيم کړي.
په دغه مرستو کي خيمې او روغتيايي توکي شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights