په اسلام اباد کي پوليسو يوه افغانه خبریاله نيولې

د پاکستان پوليسو په اسلام اباد کي افغانه خبرياله فاطمه همنوا او د هغې دوه ماشومان نيولي دي.
د فاطمې همنوا دوستانو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د‌ پاکستان پوليسو هغه ځکه نيولې چي د پاکستان د ويزې وخت ئې خلاص سوی او د پاکستان دولت ئې ويزه نه ور تمديده وي.
د پاکستان دولت د افغانانو د ويزې تمديدول درولي او هڅه کوي، چي افغان کډوال د پاکستان څخه وباسي.
بايد وويل سي، چي د فاطمې همنوا د نيول کېدو په اړه تر اوسه پوري د پاکستان دولت څه نه دي ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights