په امريکا کي د بار وړونکي الوتکي د لوېدو له امله درې کسان وژل سوي

امريکايي رسنيو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د UPS شرکت یوه بار وړونکې الوتکه د امریکا د کنتاکي ایالت په «محمدعلي» هوايي ډګر کي لوېدلې، چي له امله ئې لږ تر لږه درې کسان وژل سوي او یو شمېر نور ټپیان سوي دي.
د NBC News د راپور له مخي دا پېښه د سې شنبې ماښام، د نومبر په ۴مه رامنځ ته سوې، کله چي الوتکه د هوايي ډګر د لوېدیځي رنوې څخه د الوتلو پر مهال ولوېده او په سیمه کي پراخه اورلګیدنه رامنځ ته سوه.
باید وويل سي، چي د دغي الوتکی د لوېدلو اصلي لامل تراوسه پوري نه دئ روښانه سوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights