د پروان ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د چهارشنبې په ورځ په پروان ولايت کي د کابل ـ بغلان پر لويه لار باندي يو کرولا ډوله موټر د يوې لارۍ سره ټکر سوی چي له امله ئې څلور کسان وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د يادي پېښي له امله د کرولا موټر څلور تنه سپرلۍ، چي ښځي او ماشومان هم په کښي شامل دي، مړه سوي او دوه تنه نور ټپیان سوي دي.
