ملګرو ملتونو په اسلام کلا کي خپل فعاليتونه ځنډولي

د ط..البانو حکومت له لوري د افغان ښځو پر کار د تازه بندیزونو له امله، ملګرو ملتونو د اسلام‌ کلا بندر کي خپل بشري فعالیتونه درولي دي.
دغه بندر، چي د افغانستان او ایران ترمنځ موقعیت لري، د هغو افغان کډوالو له پاره اصلي لاره ده چي له ایرانه بېرته هیواد ته ستنیږي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو یو لوړپوړي چارواکي، ایندریکا رتواته، ویلي چي د ښځینه کارکوونکو نه شتون نه یوازي د کار پروسه له جدي خنډ سره مخ کړې، بلکي بېرته راستنېدونکي ښځي او نجوني له سختو خطرونو سره مخامخ کړي دي.
د ایندریکا په وینا، د بشري خدمتونو وړاندي کول پرته له ښځینه کارکوونکو څخه، د انساني کرامت خلاف عمل دئ.
ملګري ملتونه وايي، سږ کال د اسلام‌ کلا له لاري له یو میلیون زیات افغانان هیواد ته ستانه سوي دي.
ط..البانو د‌خپل واکمنۍ د پيل راهیسي پر افغان ښځو د کار محدودیتونه زیات کړي، چي له امله ئې نه یوازي داخلي ادارې، بلکي نړۍوالي مرستندویه موسسې هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights