د ط..البانو حکومت له لوري د افغان ښځو پر کار د تازه بندیزونو له امله، ملګرو ملتونو د اسلام کلا بندر کي خپل بشري فعالیتونه درولي دي.
دغه بندر، چي د افغانستان او ایران ترمنځ موقعیت لري، د هغو افغان کډوالو له پاره اصلي لاره ده چي له ایرانه بېرته هیواد ته ستنیږي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو یو لوړپوړي چارواکي، ایندریکا رتواته، ویلي چي د ښځینه کارکوونکو نه شتون نه یوازي د کار پروسه له جدي خنډ سره مخ کړې، بلکي بېرته راستنېدونکي ښځي او نجوني له سختو خطرونو سره مخامخ کړي دي.
د ایندریکا په وینا، د بشري خدمتونو وړاندي کول پرته له ښځینه کارکوونکو څخه، د انساني کرامت خلاف عمل دئ.
ملګري ملتونه وايي، سږ کال د اسلام کلا له لاري له یو میلیون زیات افغانان هیواد ته ستانه سوي دي.
ط..البانو دخپل واکمنۍ د پيل راهیسي پر افغان ښځو د کار محدودیتونه زیات کړي، چي له امله ئې نه یوازي داخلي ادارې، بلکي نړۍوالي مرستندویه موسسې هم له ستونزو سره مخ کړي دي.
