د ننګرهار ولايت څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په رودات ولسوالۍ کي د تېرو جګړو څخه پاته سوي مرمۍ د چاودني له امله يو ماشوم وژل سوی او د ياد ماشوم مور او يو بل ورور ئې ټپي سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ شاوخوا لس بجي هغه مهال رامنځ ته سول، چي دغه ماشوم ياده مرمۍ په زړو اوسپنو کي پيدا کړې وه او د بې احتياطۍ له امله یې ورباندي چاودنه کړې وه.
بايد وويل سي چي په افغانستان کي هر کال ګڼ شمېر کسان د تېري جګړې له امله د پاته سوو ماینونو قرباني کېږي، ولس ئې د دولت څخه د پاکولو غوښتنه کوي.
