د ط..البانو تر واکمنۍ لاندي پنجشیر ولایت کي څه باندي درې زره او نهه سوه قیراط زمرد را ایستل سوي او پلورل سوي دئ.
د دغه ولایت د ط..البانو د والي ویاند وايي، دا زمرد په کورني بازار کي د شاوخوا شپږ نیمو میلیونو افغانیو په ارزښت خرڅ سوي دي.
دغه زمرد د داوطلبۍ له لاري د افغانستان سوداګرو ته ورکړل سوي دي.
ط..البان وايي چي په پنجشیر کي د زمرد، بیروج او سربو د نوو کانونو ځایونه هم موندل سوي دي.
بايد وويل سي، چي کله ط..البان بیا پر افغانستان واکمن سوي، د کانونو ایستل او د هغوی محصولاتو پلورل زیات سوي دي.
