تېره ورځ د ګاونډيو هيوادونو څخه ۱۹۸۴ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي

د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د سې شنبې په ورځ د پاکستان او ايران څخه ۱۹۸۴ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۵۵۸ د افغان کډوالو کورنۍ د کندهار د سپین بولدک دلاري، ۱۱۸۵ کورنۍ د تورخم د لاري او ۱۳۶ د افغان کډوالو کورنۍ د هلمند د بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه افغان کډوال په زور او جبر د پاکستان د خاوري څخه شړل سوي او فغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي دغه راز زياتوي چي په همدې ورځ ۱۰۵ د افغان کډوالو کورنۍ د ايران څخه هم افغانستان ته راغلي دي، چي تر ثبت او راجستر وروسته خپلو اصلي سيمو ته لېږدول سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights