په هرات کي ط..البانو پر ښځو چادري اغوستل لازمي کړي

د هرات څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت د ط..البانو د والي په امر په عامه ځايونو کي پر ښځو چادري (برقع) اغوستل جبري سوي دي.
د سرچينې په وينا چي ط..البان په سوداګريزو مرکزونو، روغتونو او دولتي ادارو کي ښځو ته بغير له چادري څخه د داخلېدو اجازه نه ورکوي او ټولو ښځو ته ئې امر کړی، چي يادو ځايونو ته د داخلېدو له پاره بايد چادري وکړئ.
د سرچينې په وينا چي د‌ ط..البانو د هرات والي سیمه‌ییزو ادارو ته امر کړی، چي په ادارو، بازارونو او مارکېټونو کي له چادري پرته د ښځو د داخلېدو مخه ونیسي.
د هرات ط..البانو تر اوسه په رسمي ډول د دغي موضوع په اړه څه نه دي ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights