په فيليپين کي د توپان له امله ۱۱۴ کسان وژل سوي او ۱۱۷ نور ورک سوي

په فیلیپین کي د «کالماګي» نومي توپان له امله تر دې دمه لږ تر لږه ۱۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲۷ نور نادرکه سوي دا توپان چي د فیلیپین مرکزي سیمې ئې سختي ځپلي اوس ویتنام ته روان دئ او بېرته ئې زور اخیستی دئ.
د ویتنام چارواکو اندېښنه ښودلې چي توپان او ورسره شدید بارانونه به ټیټي سیمي له سیلابونو سره مخ کړي چي له امله به ئې بزګرانو او خلګو ته زيانونه ورسوي.
د گیا لای په ولایت کي چارواکو امر کړی چي سلګونه زره کسان دي ژر تر ژره خپل کورونه پرېږدي، څو د احتمالي خطرونو څخه وژغورل سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights