په ننګرهار ولایت کي د حصارک ولسوالۍ د جبارخېلو قوم ځوانانو د ټولیيز اشر له لاري، په خپل شخصي لګښت د ۴۴ کیلومتره سړک جوړول پیل کړي دي.
دا سړک چي د کابل د سروبي ولسوالۍ څخه پیلېږي، تر حصارک پوري پراخېږي، چي د سیمي خلګو ته به د تګ راتګ پرمهال اسانتیاوي برابري کړي.
ځايي خلګ وايي، دوی هوډ لري چي د یوې میاشتي دننه دا پروژه بشپړه کړي.
هغوی د ط..البانو غواړي چي د دغه سړک د اساسي جوړښت او قیر کولو له پاره دي د ولسي خلګو سره دوی هم همکاري وکړي.
