د ملګرو ملتونو د ماشومانو سازمان (یونېسف) تازه راپور ورکړی چي په افغانستان کي میلیونونه ماشومان له سختي خوارځواکۍ سره مخ دي. یونېسف وايي، شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغان ماشومان د نه مناسبې تغذیې له امله روغتیایي ستونزو او خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
یاد سازمان ټینګار کوي چي افغانستان دا مهال د نړۍ له هغو هیوادونو څخه دئ چي د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران ئې تر ټولو ژور او پراخ دئ. یونېسف له نړۍوالو او مرستندویه بنسټونو غوښتنه کړې چي د افغان ماشومانو د ژغورنې له پاره بېړني اقدامات وکړي.
د راپور له مخي، د اقتصادي ستونزو، بېوزلۍ او دوامدارو بحرانونو له امله په افغانستان کي د ماشومانو د ژوند وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.
