د اسیا پراختیایي بانک له یونېسف سره د افغانستان د روغتیا سکتور د پیاوړتیا لپاره ۲۷۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) د افغانستان دفتر اعلان کړی چي د اسیا پراختیایي بانک د دغه سازمان له لاري د افغانستان د روغتیايي خدمتونو د ښه والي له پاره ۲۷۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
یونېسف وايي، دا مالي مرسته به تر ۲۰۲۶ کال د ډسمبر میاشتي پوري د تطبیق وړ وي او له مخي به ئې په ۱۷ ولایتونو کي شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړو ته بنسټیز روغتیايي خدمتونه وړاندې سي.
په خبرپاڼه کي راغلي، د دې پروګرام له لاري به له ۱۳۰۰ روغتیايي مرکزونو سره مرسته وسي، څو د مور او ماشوم د ژوند ژغورني، د ساري ناروغیو د کنټرول، او د رواني او ټولنیز ملاتړ په برخه کي خپلي چاري لا پیاوړي کړي.
بايد وويل سي، چي د اسیا پراختیایي بانک او یونېسف دا ګډ پروګرام د افغانستان د روغتیايي سیستم د ثبات او د زیان منونکو کورنیو د ملاتړ له پاره عملي کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights