ملګري ملتونه: په افغانستان کي د ترياکو کرکېله د پخوا په پرتله کمه سوې

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر ضد دفتر (UNODC) اعلان کړی چي په افغانستان کي د ۲۰۲۵ ميلادي کال کي د ترياکو کرکېله د تېر کال په پرتله ۳۲ سلنه راکمه سوې ده.
د راپور پر بنسټ، سږکال شاوخوا ۱۰ زره او ۲۰۰ هکټاره ځمکه د کوکنارو د کرلو له پاره کارول سوې ده، په داسې حال کي چي تېر کال دا اندازه ۱۲ زره او ۸۰۰ هکټاره وه.
د ط..البانو له‌خوا د کوکنارو د کرکېلي د بندېدو مخکي، په افغانستان کي د کوکنارو کرکېله ۲۳۲ زره هکټاره ته رسېدلې وه، خو د وروستيو کلونو د بدلونونو له امله دا کچه د پام وړ راټيټه سوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights