د بې رحمه زلزلې تاريخي ګوزار

د نیویارک ټایمز ورځپاڼي په یو راپور کي لیکلي، چي د افغانستان تر ټولو سپېڅلو او نمادینو مذهبي ودانيو څخه یوه، روضه سخي (شين مسجد) د وروستي زلزلې له امله سخت زیانمن سوی او د هغه حالت ورځ تر بلي خرابېږي.
دا مقدس زیارت چي د افغان ولس د یووالي، عقیدې او تاریخ یوه ژوره نخښه ده، اوس د رنځ او درد په هنداره بدل سوی دئ.

روضه سخي، چي د «مسجد کبود» په نوم هم مشهوره دئ، د مزار شریف ښار په زړه کي پرته ده. خلک باور لري چي د حضرت علي کرم الله وجهه متبرکه مزار پکښي دئ. د روایتونو له مخه، د حضرت علي جسد د وفات وروسته له عراق څخه د پلويانو له لوري دلته راوړل سو او خاورو ته وسپارل سو.

دغه راز د څو پیړیو لپاره پټ پاته سو، تر څو د سلطان حسین میرزا بایقرا د واکمنۍ پر مهال (۱۵مه پېړۍ) کي یو عارف ته الهام وسو او د روضې د ودانۍ بنسټ کښېښودل سو.
د هغه وزیر، علي شیر نوایي، د دې ودانۍ د جوړېدو چارې پر مخ یوړلې. هغه ښکلي لاجوردي کاشیاني، فیروزه‌يي ګنبدونه او ظریف هندسي نقشونه د تیموري دورې د هنر او عقیدې لوړ مثالونه ګڼل کېږي.
امیر عبدالرحمن خان د خپلې واکمنۍ پر مهال د روضې د شاوخوا سیمي د امنیت او نظم لپاره ځانګړی «روضه‌دار» مقرر کړ. هغه د زیارت د شاوخوا انګړ، د زائرینو د کوربه‌خانې او د اوبو حوضونه جوړ کړل. د هغه په وخت کي د روضې د ساتنې لپاره ځانګړی موقوف هم وټاکل سو.

امیر حبیب‌الله خان د خپل پلار د هڅو دوام ورکړ. هغه د مسجد کبود د لاجوردي کاشیانو ترمیم پیل کړ، د محراب او منارو ځینې برخي یې بیا جوړې کړې او د روضې شاوخوا باغونه یې تنظیم کړل. د هغه په وخت کي هر کال د نوروز د مراسمو لمانځنه د همدې روضې له مخه ترسره کېده.

پاچا امان‌الله خان، چي د افغانستان د معاصرې ازادۍ نخښه ده، د روضې سخي د فرهنګي ارزښت پر احیا ډېر ټینګار درلود. د هغه په فرمان، د روضې شاوخوا سړکونه جوړ سول، د زائرینو لپاره نوې سرپناه‌ګاني رامنځته سوې، او د روضې انګړ پراخ سو.
په همدې دوره کي د «جشن استقلال» او نوروز رسمي مراسم د روضې په میدان کي ترسره کېدل.

د ظاهرشاه د سلطنت پر مهال د روضې سخي د بیا رغوني یو لوی ملي کمپاین پیل سو.
په دې دوره کي د کاشیانو لویه برخه له نوي ډیزاین سره بېرته جوړه سوه، منارې ترمیم سوې، د اصلي ګنبد رنګ بدل سو او د شاوخوا باغونو منظره یې ښه سوه.
د ظاهرشاه په وخت کي د معمار استاد غلام محی‌الدین خان تر نظارت لاندي د لاجوردو کاشیانو نوې لړۍ له هرات او قندهار نه راوړل سوې.
همدارنګه، د زیارت شمال ته د «روضه ښارګوټی» بنسټ کېښودل سو چي اوس د مزار شریف یوه مهمه برخه ده.

کله چي داود خان جمهوریت اعلان کړ، هغه د روضې سخي د فرهنګي اهمیت یادونه وکړه او د روضې د بیا رغوني بودیجه یې تصویب کړه. خو د سیاسي بدلونونو له امله دا چارې نیمګړې پاته سوې.

د ۱۴۰۴ کال د عقرب په دویمه نیټه، زلزلې د بلخ او سمنګان ولایتونه ولړزول، او د مسجد منارې، کاشیاني او ډېری ظریفي برخي یې زیانمني سوې. اوس د روضې په دېوالونو، منارو او چتونو کي ژور درزونه لیدل کېږي، او د هغې حالت ورځ تر بلې خرابېږي.

عبدالعزیز، یو ټکسي‌چلوونکی، وايي:

«پخوا ډېر زیارت‌کوونکي، ښځي او ماشومان هم راځل، خو اوس ط البانو د ښځو راتګ بند کړی دی.»

سید عثمان، یو ساختماني مزدور، وایي:

«که دا کاشیانې بېرته هکېښودل نسي او د باران اوبه درزونو ته ولاړې، دا مسجد به نړېږي. دولت پاملرنه نه ورته کوي.»

محمد عارف امیري، یو ځوان زائر، وايي:

«پلار مي راته وویل، ولاړ سه وګوره چي روضه څنګه سوې ده. کله چي دا درزونه وینم، داسي احساس کوم لکه یوه برخه زما د بدن زخمي سوې وي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights