دهند شارژدافیر په کابل کي د ط..البانو د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ له وزیر عطاالله عمري سره په ليدنه کي ويلي، چي د هند دولت پر يوه طرحه کار کوي؛ ترڅو په افغانستان کي د افغان – هندو تر عنوان لاندي يو څېړنيز مرکز جوړ کړي.
هند ويلي، چي د دغه څېړنيز په مرکز په جوړېدو سره به د افغانستان او هند اړيکي نوري هم قايمي او ټينګي سي.
د هند شارژدافیر دغه راز ويلي، چي کرني وزارت د متخصصینو د ظرفیت لوړولو له پاره به حضوري او انلاين ښوونيز پروګرامونه هم جوړ کړي.
هغه دغه راز ژمنه کړې چي د افغان سوداګرو د ويزو ستونزه به هم ژر تر ژره حل کړي او سوداګرو ته به په ياده برخه کي اسانتياوي رامنځ ته کړي.
