د جرمني څخه ۴۹ افغان کوچنيان تر درملني وروسته بېرته کابل ته راغلي

افغاني سرې مياشتي ټولني په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د جرمني څخه ۴۹ هغه کوچنيان چي د سختي سوځېدني او د هډوکو د ناروغیو له امله دغه هيواد ته د تداوۍ له پاره تللي وو، تر درملني وروسته بېرته افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغو کوچنيانو بشپړ درملنه سوې او ياد هيواد ورسره نقدي مرسته هم کړې ده.
دغه راز ۷۵ تنه نور په يادي ناروغۍ اخته کوچنيان ئې د درملني په موخه جرمني هيواد ته لېږلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights