د شمالي د زلزلې ځپلو سره د متحده عربي اماراتو په مرستو بار دريمه الوتکه هم افغانستان ته رسېدلې

ط..البانو ويلي، چي د متحده عربي اماراتو له خوا د افغانستان د شمالي ولايتونو بلخ او سمنګان د زلزله ځپلو له پاره په بشري مرستو بار دريمه الوتکه هم کابل ته رسېدلې ده.
د هغوی په خبره چي د متحده عربي اماراتو له خوا افغانستان ته په دغه لېږل سوو بشري مرستو کي خوراکي توکي، خيمې، د استوګني وسایل او روغتیایي مواد شامل دي، چي تر ۲۰۰ زرو ډېرو زيانمنو کسانو ته به تقسيم کړل سي.
ط..البان وايي چي د ياد هيواد له خوا دغه مرسته شاوخوا ۹۰ ټنه کېږي.
بايد وويل سي، چي متحده عربي امارتو تر دې مخکي دوې الوتکي بشري مرستي هم د شمالي ولايتونو د زلزله ځپلو سره کړي وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights