په پنجشیر کي یو ښوونځی نامعلومو کسانو سوځولی دئ

د پنجشیر ولایت ځايي سرچینې د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي چي د آبشار ولسوالۍ په پرنګال سیمه کي یو ښوونځی نامعلومو کسانو سوځولی دی.
سرچینې زیاتوي چي په دې پېښه کي د ښوونځي ټول وسایل او اسناد له منځه تللي دي.
که څه هم ځیني سرچینې ادعا کوي چي دا کار ط..البانو کړی، خو تر اوسه رسمي سرچینو دا خبره نه ده تائید کړې او نه هم دا روښانه سوې، چي دا ښوونځی چا سوځولی دئ.
دا پېښه پر داسي مهال رامنځ ته سوې چي تېر کال هم په پنجشیر کي یو ښوونځی او یو کتابتون سوځول سوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights