په ننګرهار کي د ډینګي ناروغۍ پېښي زیاتي سوي

د ننګرهار روغتیايي چارواکي وايي چي په دې ولایت کي د ډینګي ناروغۍ پېښي د پخوا په پرتله ډېري سوي دي.
د دوی په وینا، هره ورځ له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ پوري د ساري ناروغیو ناروغان د عامي روغتیا ریاست اړوند انتاني روغتون ته مراجعه کوي، چي ډېری ئې د ډینګي ناروغۍ له امله بستر کېږي.
د دغه ولايت روغتیايي چارواکي زیاتوي چي د يادي د ناروغۍ د مخنیوي له پاره ئې هلي ځلي پیل کړي دي او خلګو ته ئې سپارښتنه کړې، چي د غوماشو له چيچلو ځان وساتي او د اړتیا په صورت کي دي روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights