په اندونیزیا کي د جومات دننه چاودنه کي۵۴ کسان ټپیان سوي

نړۍوالو رسنيو ويلي چي د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کي د جمعې د لمانځه پر مهال د یوه جومات دننه چاودنه سوې چي له امله ئې ۵۴ تنه ټپیان سوي دي.
د پولیسو په وینا، ټول ټپیان روغتون ته انتقال سوي دي.
د پېښې لامل تر اوسه نه دئ معلوم، خو چارواکو ویلي چي د چاودني په اړه پلټني رواني دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights