تېره ورځ د ايران او پاکستان څخه ۲۰۹۳ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي

د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د پنج شنبې په ورځ د پاکستان او ايران څخه ۲۰۹۳ د افغان کډوالو کورنۍ د ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۱۰۱۱ د افغان کډوالو کورنۍ د کندهار د سپین بولدک دلاري، ۷۲۹ کورنۍ د تورخم د لاري او ۱۶۲ د افغان کډوالو کورنۍ د هلمند د بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه افغان کډوال په زور او جبر د پاکستان د خاوري څخه شړل سوي او فغانستان ته راغلي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي په همدې ورځ ۹۱ د افغان کډوالو کورنۍ د ايران څخه هم افغانستان ته راغلي دي، چي تر ثبت او راجستر وروسته خپلو اصلي سيمو ته لېږدول سوي دي.
بايد وويل سي چي د ط..البانو او پاکستان د سياسي اختلافاتو له امله هره ورځ زرګونه افغان کډوال د خپلي خاوري څخه شړي او افغانستان ته ئې لېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights