د ط..البانو او پاکستان تر منځ مذاکرات بې پايلي پای ته رسېدلي

د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د دريم پړاو خبري د ترکيې د استانبول په ښار کي بې پايلي درول سوي دي.
د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف ويلي چي د ط..البانو سره ئې مذاکرات د مثبتي پايلي څخه پرته پای ته رسېدلي دي.
په ورته وخت کي بيا د ط..البانو د حکومت وياند ذبيح الله م.جاهد هم تائيد کړې، چي د پاکستان سره ئې مذاکرات پای ته رسېدلي دي.
م جاهد دغه راز ويلي چي د پاکستاني پلاوي له خوا د نامسئوله او نه همکارۍ روحیه د دې لامل سوه چي د افغان پلاوي د ښه نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره کومي پایلي ته ونه رسیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights