خواجه آصف: ترڅو چي ط..البان بريد ونه کړي اوربند پر ځای دئ

د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف د پاکستانۍ رسنيو سره په خبرو کي ويلي دي، چي د پاکستان حکومت تر هغه وخته د اوربند درناوی کوي، ترڅو چي ط..البان بريد کوي.
هغه ويلي که ط..البانو بريد وکړ نو دوی به هم جوابي بريد وکړي.
خواجه آصف ويلي چي د ط..البانو سره ئې مذاکرات بې پايلي پای ته رسېدلي.
هغه ويلي چي منځګړو ترکیې او قطر هم د خبرو له پاره د بل تاریخ له ټاکلو لاس اخیستی دئ.
خواجه آصف دغه د اوربند د ساتلو څرګندوني پر داسي مهال کوي چي د پنج شنبې په ورځ ئې د کندهار پر سپين بولدک ولسوالۍ د استانبول د خبرو سره هممهاله پر ملکي خلګو بريد کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights