په سمنګان کي د تېري زلزلې له امله د جهان نما تاريخي ماڼۍ هم زيانمنه سوې

د سمنګان ولایت د خلم ولسوالۍ په «جهان‌نما» تاریخي ماڼۍ کي د تيري دوشنبې ورځي د‌زلزلې له امله د يادي تاريخي ودانۍ څو برخي زیانمني سوي دي.
دا ماڼۍ چي شاوخوا ۱۵۰ کاله پخوانۍ ده، هر کال زرګونه کورني او بهرني سیلانیان لیدو ته راجلبوي.
د‌خلم ولسوالۍ د تاریخي آثارو د ساتني مسئول عبدالوکیل وايي، د ماڼۍ دننۍ خوني سختي زیانمني سوي. دهغه په خبره چي د‌ يادي ودانۍ د داخلي برخو د نړېدو خطر هم سته.
نوموړي زیاته کړه چي د ودانۍ اوسنی وضعیت د سیلانیانو له پاره د خوندیتوب له پلوه اندېښمنوونکی دئ.
بلخوا بيا د‌ يادي سيمي اوسېدونکي له ط..البانو غوښتنه کوي، چي دغه تاريخي ودانۍ تخريب سوي برخي دي بېرته ورغوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights