د ط..البانو وياند ذبيح الله م.جاهد د شنبې په ورځ د يوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال خبريالانو ته ويلي، چي د پاکستان د دولت او تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي ) ستونزه اوسنۍ نه ده؛ بلکي هغوی د ۲۰۰۲ ميلادي کال راهيسي اختلافات لري.
هغه ويلي چي د ټي ټي پي او د پاکستان د پوځ ترمنځ اختلافاتو د دوی خپل منځي دي او په افغانستان پوري هېڅ اړه نه لري.
د م.جاهد په خبره د افغانستان ط..البانو څو ځله هڅه کړې، چي د پاکستان پوځ او ټي ټي پي خبرو ته کښېنوي؛ خو د پاکستان پوځ دغه خبري خرابي کړي.
هغه د ياد خبري کنفرانس پر مهال ويلي، چي د پاکستان په پوځ کي يو شمېر کړۍ سته چي نه غواړي په افغانستان کي يو خپلواک دولت جوړ سي او تل ئې د خرابولو هڅه کوي.
