د ط.. البانو د ماليې وزارت او اسلامي پراختيايي بانک ترمنځ په کابل کي د زړه د ناروغانو د درملني په موخه د ۱۰۰ بستريزه روغتون د جوړېدو تړون لاسليک سوی.
د ط..البانو د ماليې وزارت د شنبې په ورځ ويلي چي دغه د زړه د ناروغيو د درملني دغه روغتون به د شپږو مياشتو په موده کي د ۲۴ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت بشپړ سي.
د ياد وزارت په وينا چي د دغه روغتون په جوړېدو سره به د زړه د ناروغانو درملني اسانتياوي به په کابل برابري سي.
د ط..البانو د ماليې وزارت ويلي، چي د ياد روغتون د سروې او ډېزاين کارونه پيل سوي دي
