د ايران د بشري حقونو سازمان په نشرسوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د ايران حکومت په تېره اکتوبر مياشت کي ۱۱ تنه افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام کړي دي.
د ياد سازمان په خبره چي د يادو افغانانو سره په څنګ کي په ياده موده کي د ايران حکومت ۱۰۷ تنه نور کسان هم اعدام کړي.
د ياد سازمان په حواله چي د ايران حکومت دغه کسان د نشه يي توکو د قاچاق، غلا، جاسوسۍ او جنسي تيري په تور د ايران په بېلابېلو زندانو کي اعدام کړي.
