د ترکيې د استانبول څارنوالۍ اعلان کړی چي د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنياهو او د هغه د کابینې د ۳۶ نورو لوړپوړو چارواکو پر ضد ئې د نسلوژني او د بشریت پر ضد جنایتونو په تور د نیولو حکم صادر کړی دئ.
په فهرست کي د اسرائیلو د دفاع وزیر اسرائیل کاتز، د ملي امنیت وزیر ايتامار بنگویر، او د پوځ رئیس ايال زامير نومونه هم شامل دي.
د څارنوالۍ په اعلامیه کي ویل سوي چي دغه کسان د غزې په تړانګه کي د ملکي وګړو پر وړاندي په سیسټماتیکو بریدونو کي لاس درلود او د ترکيې او فلسطين د دوستۍ روغتون بمبار هم د هغوی د جنایتونو یوه بېلګه بلل سوې ده.
ترکيه چي تېر کال د جنوبي افريقا له خوا د اسرائیلو پر ضد د نړۍوال عدالت محکمې قضیې ته ورګډه سوې وه دا ځل هم ویلي چي د غزې خلګو ته د عدالت غوښتنه کوي.
د حماس ډلي د ترکيې دغه پرېکړه ستایلي او له نورو هیوادونو ئې غوښتنه کړې، چي ورته ګامونه پورته کړي.
خو د اسرائیلو حکومت دغه اقدام سیاسي او تبلیغاتي نمایش بللی او دا تورونه ئې رد کړي دي.
په غزه کي د ډونالډ ټرمپ د سولي د طرحي له مخي د اکتوبر د ۱۰مي راهیسي یو نازک اوربند روان دئ، خو دواړه خواوي پر یو بل د اوربند د ماتولو تورونه لګوي.
